دخېبرپښتونخوا دتباه شوي هيلي کاپټر تحقيقات به روسي ماهرين کوي
دخېبرپښتونخوا حکومت دتباه شوي هيلي کاپټر دحادثې تحقيقات روان دي، دايم ائي ١٧م هيلي کاپټر جوړونکې روسي کمپنۍ ماهرين به دتحقيقاتو لپاره پاکستان ته راځي چې دپاکستاني ټيم سره په شريکه به کار کوي، دسرکاري ذريعو وينا ده چې دروسي ماهرينو ټيم به دبليک باکس پشمول دتباه شوي هيلي کاپټر دپرزونه معائنه کوي اؤ دحادثې دوجوهاتو معلومولو کوشش به هم کوي. دتباه شويهيلي کاپټر دوه انجنې، ګيئر بکس پشمول په سلګونو کلو وزني ملبه تراوسه دپېښې په ځائے کښې پرته ده چې دمنتقل کولو لپاره ئې حکومت وفاق ته دخصوصي هيلي کاپټر فراهم کولو درخواست کړے دے.45
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0