خلقو ته بايد بنيادي سهولتونه ددوي دکور په درشل ورکړے شي،وزيراعلى
پېښور( وحدت خبر) د خيبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور تر مشرۍ لاندې د جمعې په ورځ د ډپټي کمشنرانو يوه مهمه غونډه وشوه، چې مقصد ئې په ضلعي سطحه دپبلک سروس ډيليوري ښۀ کول وو. دغه غونډه د وزيراعليٰ هاؤس پېښور کښې ترسره شوه، چې پکښې د صوبائي کابينې متعلقه غړو، چيف سيکرټري، ايډيشنل چيف سيکرټري، د مختلفو محکمو سيکرټريانو، ډويژنل کمشنرانو او د صوبې ټولو ډپټي کمشنرانو ګډون وکړو. په دې غونډه کښې د صوبائي حکومت د "ښه حکومتدارۍ" د روډ ميپ لاندې ټاکل شوي اهدافو باندې پرمختګ وکتل شو، چې پکښې نهه مهمې څانګې شامل دي: صحت، تعليم، زراعت، لايو سټاک، سياحت، ټولنيز خيريت، بلديات، اداره، او امنيت. د ډپټي کمشنرانو لپاره د اولسي خدمتونو اووه مهمو څانګو کښې اهداف ټاکل شوي دي بلديات کښې نهه (۹) اهداف* سياحت کښې درې ، ټولنيز خيريت او لايو سټاک کښې دوه، دوه صحت، تعليم، او زراعت کښې يو، يو هدف ، د دې ټولو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ډپټي کمشنرانو ته د ۲۰۲۵ د دسمبر مياشت پورې مهلت ورکړل شوے دے . د صحت په برخه کښې هدف دا دے چې تر دسمبر پورې بايد په ټولو پرائمري مرکزونو کښې ضروري دوايانې، سامان، او طبي عمله په سلو کښې سل موجود وي. د تعليم برخه کښې هدف دا دے چې په سرکاري سکولونو کښې د استادانو او زده کوونکو حاضري يقيني شي، او سکولونو ته ټول ضروري سهولتونه برابر شي. د زراعت برخه کښې تر دسمبر پورې بايد په ټولو فارم سروس مرکزونو کښې څره، تخم، مشينري، او د سپرے دوايانې سل فيصده موجودې وي. لايو سټاک برخه کښې هدف دا دے چې ويټرنري هسپتالونو ته دوائ، عمله او سامان مکمل ورکړل شي. د سياحت برخه کې دسيلګرۍ سيمو لپاره ټورېزم فيسلېټېشن ډيسکونه او ريسټ رومونه بايد فعال او دضروري سهولتونو سره سمبال وي. د ټولنيز خيريت برخه کښې دارالامان، پناهځايونه، او "زمونږ کور" مرکزونه بايد ښه انتظام ولري. د بلدياتو برخه کښې ټولو بس سټينډونو، پارکونو، سبزي منډيو، او مذبحه خانو کښې صفائي او خدمتونه بايد ښه شي، همدا شان ټولو ويلج کونسلونو کښې د صفايۍ کارکوونکي وټاکل شي، د کثافاتو صفائي او سيوريج سسټم هم بايد باوري شي. په عمومي انتظامي برخه کښې قيمتونه کنټرولول او معياري خوراکي توکي اولس ته ورکول هدف ټاکل شوے دے. د امنيت برخه کښې د ترهګرو پروفايلنګ کول هدف دے. په غونډه کښې د اولسي خدمتونو د ۹۹ نکاتي ایجنډې لاندې د ضلعې په سطحه پرمختګ وڅېړل شو. د بريفنګ پّ وخت ووييل شول چې د دې ایجنډې عمل درامد سره په مقامي سطحه د اولسي خدمتونو کښې ښه والے راغلے دے. همدا شان دا فيصله وشوه چې دا ۹۹ نکاتي اجنډا به د دريم اړخ (Third Party) لخوا آزادانه څارل کېږي. وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور وويل "ډپټي کمشنران د حکومت ښے لاس دے. د حکومت د وژن عملدرآمد د همدوي ذمه واري ده. ټولې ضلعي ادارې د ډپټي کمشنر لاندې دي، او کار ترې اخستل هم د دوي ذمه واري ده." هغه دا هم واضح کړه: "که کوم افسر يا کارکوونکي خپل کار نه کوي، نو ډپټي کمشنر دې د هغه رپورټ متعلقه سيکرټري يا چيف سيکرټري ته ورکړي، او د رپورټ پۀ اساس به سخت کاروايي کېږي." وزيراعلي زياته کړه چې: "ډپټي کمشنرانو ته به د ذمه واريو سره اختيارات هم ورکول کېږي. که چيرې ناکامي وي، نو لومړے به د ډپټي کمشنر نه پوښتنه کېږي." هغه وويل: "د وخت ضرورت دا دے چې د صوبائي حکومت وژن عملي شي. زمونږ مشن دا دے چې اولس ته د خدمتونو ښه والے ښکاره شي. مونږ بايد اولسي خدمتونه د عوامو توقعاتو سره برابر کړو." علي امين ګنډاپور زياته کړه چې خلقو ته بايد بنيادي سهولتونه ددوي دکور په درشل ورکړے شي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0