صوابۍ کښې په ډزو دوه پوليس اهلکار شهيدان

Jun 21, 2025 - 15:33
 0  0
صوابۍ کښې په ډزو دوه پوليس اهلکار شهيدان

 دخېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کښې   دائي ډي ايس تاڼې حدودو کښې په پوليسو ډزې شويدي چې له امله ئې دوه پوليس اهلکار شهيدان شويدي

نامعلومو کسانو په پوليس اهلکارو  ناڅاپي ډزې کړيدي چې په نتيجه کښې ئې دوه پوليس اهلکار کانسټيبل جمال الدين اؤ ډرائيور زاهد په موقعه شهيدان شويدي

 دپېښې په وخت  پوليس اهلکارو ديو مقامي هوټل نه بهر ډوډۍ خوړله چې ناڅاپي پرې  حمله وشوه، دحملې وروسته ملزمان په تېښته کښې کامياب شويدي

 دپېښې وروسته په ګڼ شمير کښې پوليس اهلکار موقعې ته رسيدلي، علاقه ئې پخپله ولقه کښې اخستې اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي