دافتاب شيرپاؤ دافغان مهاجرينو لپاره دتورخم سرحد په جزوي توګه دپرانستو دفيصلې هرکلے

Mar 25, 2026 - 16:36
 0  23
دافتاب شيرپاؤ دافغان مهاجرينو لپاره دتورخم سرحد په جزوي توګه دپرانستو  دفيصلې هرکلے

چارسده( وحدت خبر)  دقومي وطـن پارټۍ چئيرمين افتاب احمدخان شيرپاؤ وئيلي دي   دحکومت دتورخم سرحد دافغان مهاجرينو دواپسۍ لپاره په جزوي توګه ددوباره پرانستو فيصله که هر څو دهرکلي وړ ده خو دغسې داوږد اؤ تکليف ورکوونکي ځنډ نه پس شويدي، دهفتو راهسې کمزورې اؤ بې وسه کورنۍ، چې پکښې زنانه، ماشومان او مشران شامل دي، په مختلفو مقاماتو نښتي دي اؤ دسختو حالاتو سره مخ دي، چرته چې دوي دبنيادي ضرورتونو لکه استوګنې، خوراک اؤ طبي سهولتونو پورې لاسرسے نۀ لري، دا انساني بحران دکافي ډيرې وړاندې نه دتوجو متقاضي و. افتاب احمدخان شيرپا وئيلي دي  کله چې دواپسۍ عمل مخ په وړاندې روان دے نو  دې پريشان حاله اؤ دخطرې سره مخ کورنيو ته ترجيح ورکول پکار دي، ددوي محفوظو،باوقاره اؤ فوري خپل وطن ته  واپسۍ ته  دصوبائي چارواکو له لوري  پۀ ټاکل شوو نورو مرحلو فوقيت ورکول پکار دي، دۀ وئيلي دي يو انساني اؤ منظم طريقه کار نۀ صرف اخلاقي ذمه واري ده بلکې پاکافغان تعلقاتو کښې  داستحکام برقراره ساتلو اؤ نيک نيتۍ جذبې ته دودې ورکولو لپاره ډير  اهم  دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي