بنو کښې دپاک فوځ په قافله دترهه ګرو حمله،دليفټننټ کرنل پشمول دوه اهلکار شهيدان،پينځه ترهه ګر ووژل شول

Feb 22, 2026 - 01:37
 0  2
بنو کښې دپاک فوځ په قافله دترهه ګرو حمله،دليفټننټ کرنل پشمول دوه اهلکار شهيدان،پينځه ترهه ګر ووژل شول

د خيبر پښتونخوا د بنو ضلع کښې امنيتي ځواکونو پخپله قافله شوے بريد ناکام کړے او5 ترهګر يې وژلي دي، خو په دې پېښه کښې يو ليفټننټ کرنل او يو  اهلکار شهيدان شوي دي.

د پاک پوځ د عامه اړيکو څانګې (آئی ايس پي آر) له خوا جاري شوي بيان کښې ويل شوي چې د فبرورۍ په ۲۱مه د بنو په سيمه کښې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عمليات ترسره کېدل، چې پر مهال يې د امنيتي ځواکونو پر قافله د هند ملاتړي پراکسي “فتنه الخوارج” له خوا بزدلانه بريد وشو.

بيان زياتوي چې دغه عمليات په سيمه کې د ځانمرګي بريدګر په ګډون د خوارجو عناصرو د موجوديت د اطلاع پر بنسټ پيل شوي وو. د بارودو نه ډک موټر کې سپور ځانمرګی بريدګر د امنيتي ځواکونو مخکښې دستې پر وخت ودرولو او د هغه ناوړه ارادې يې شنډې کړې. د آئی ايس پي آر په وينا، د بريد موخه د بنو ښار کې بې ګناه ملکي وګړي او قانون نافذ کوونکي اهلکار په نخښه کول وو.

د پوځ وياند ويلي چې د عملياتو پر مهال د خوارجو پټنځايونه وموندل شول او د سختې نښتې په ترڅ کښې 5 ترهګر ووژل شول.

 ترهګرو له بارودي موادو ډک موټر د مخکښې ډلې له يو ګاډي سره وجنګولو. په دغه بريد کې ليفټننټ کرنل شهزاده ګل فراز او سپاهي کرامت شاه د شهادت جام وڅښلو

د آئی ايس پي آر د معلوماتو له مخې، ليفټننټ کرنل شهزاده ګل فراز د خپلې زړورتيا له کبله پېژندل کېده او له مخکښينو مورچو څخه يې د خپلو سرتېرو مشري کوله.

بيان کې ويل شوي چې خوارج عناصر د روژې مبارکې مياشتې د تقدس پرواه  نه کوي او د افغان خاورې په کارولو سره په پاکستان کې ترهګريزې کړنې ترسره کوي، چې دا څرګندوي له اسلام سره هېڅ  تړاو نه لري.  

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي