ډيره اسماعيل خان کښې دسي ټي ډي کارروائي،مبېنه زنانه خودکش حمله کوونکې ونيول شوه
ډي ائي خان( ميډيا رپورټ) د ترهګرۍ ضد محکمې خېبر پښتونخوا ډيره ريژن د مصدقه اطلاع په بنياد کاميابه کارروايي ترسره کړې او د ترهګرۍ يو لوئ منصوبه ئې ناکامه کړې ده. د خېبرپښتونخوا دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې ډيره اسماعيل خان کښې دکارروايۍ په وخت د شيخ يوسف خيمه بستۍ نه يوه زنانه ځانمرګي بريد کوونکې ګرفتار کړې ده. د راپور ترمخه د ډيره اسماعيل خان ريجن سي ټي ډي ته د خفيه ادارو له خوا اطلاع ترلاسه شوې وه چې په شيخ يوسف خيمه بستۍ کښې يوه ځوانه ځانمرګي بريد کوونکې موجوده ده. په اطلاع سي ټي ډي سپيشل ويپنز اينډ ټيکټکس ټيمز (SWAT) چاپه وهلې او په ياد مقام ئې يوه ځوانه جينۍ وموندله. د پوښتنو پۀ وخت هغې خپل نوم (ز) وښودو او وې وئيل چې له ډېرې مودې راهيسې د خارجي کمانډر شاه ولي عرف طارق کوچي تر تربيت لاندې پاتې شوې وه چې اوس وژل شوے دے. مبينه زنانه ځانمرګي بريد کوونکې دا هم وئيلي چې هغه د يو کالعدم تنظيم غړې ده او په دې وروستيو ورځو کښې ئې د ځانمرګي بريد لپاره رضا مندي څرګنده کړې وه. د هغې په وينا ځانمرګي جېکټ او هدف به خارجي کمانډر عاصم برابرولو.د زنانه له خيمې نه يو کمانډو بېګ هم ترلاسه شوے دے چې پکښې تمانچه له کارتوسو سره، پرفيوم چې د بارودو بوۍ پټوي، دوه موبايل فونونه چې پکښې د کالعدم تنظيم سره رابطې موجودې وې، پاور بينک او نور سامان شامل وو. د دغو انکشافاتو نه پس مبينه زنانه ځانمرګي بريد کوونکې په باقاعده توګه ګرفتار کړے شوې او د نورو پلټنو لپاره منتقل کړے شوې ده. د پوليسو انسپکټر جنرل ذوالفقار حميد د سي ټي ډي ټيم د کامياب اپرېشن ستاينه کړې او د نغد انعام اعلان ئې کړے دے. د سي ټي ډي چارواکو واضحه کړې چې په ټول صوبه کښې به د ترهګرو ناوړه مقاصدو د شنډولو او هر قسمه ترهګرۍ مخنيوي لپاره بې له امتيازه کارروايۍ روانې وي او د رياست مخالف عناصرو پۀ ضد د زيرو ټالرنس پاليسي به په بشپړه توګه عملي کولے شي. چارواکو دا هم وئيلي چې په ابتدائي پلټنو کښې دا خبره مخې ته راغلې چې د يادې جينۍ ذهن سازي د سوشل ميډيا او انکرپټډ ايپس د لارې کېدله. د ذريعو په وينا، د دې مقصد لپاره د مقامي او سرحد پورې غاړې موجود شدت پسند هينډلرانو ترمنځ د رابطو شواهد هم ترلاسه شوي چې پر بنياد ئې د پلټنو دائره نوره هم پراخه کړے شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0