کۀ سهيل افريدے دسټريټ موومنټ خبرې کوي نو روژه کښې به دعمران ملاقاتونه هم بند شي،رانا ثنا‌ء الله

Feb 19, 2026 - 00:59
 0  3
کۀ سهيل افريدے دسټريټ موومنټ خبرې کوي نو روژه کښې به دعمران ملاقاتونه هم بند شي،رانا ثنا‌ء الله

  اسلام اباد( وحدت خبر)  دوزيراعظم دسياسي امورو مشير رانا ثناء الله و وئيلي دي چې  دپي ټي ائي باني عمران خان ليونګ کنډيشن په جيل کښې اے ون دے، دهغه علاج هم بهترين روان دے

 دۀ وئيلي دي چې کۀ سهيل افريدے دسټريټ موومنټ خبرې کوي نو روژه کښې به دعمران ملاقاتونه هم بند شي، دجيو نيوز پروګرام کيپټل ټاک کښې دخبرو په دوران  دۀ په پي ټي ائي تنقيد وکړو اؤ وې وئيل چې  په اتمه فرورۍ دپهيه جام  غږ شوے ؤ، ددې لپاره تياري شوې وه؟ څنګه چې دوي دهرنې ورکړې، ښه به وے چې نۀ ئې وے ورکړې، سهيل افريدے احمقانه خبرې کوي. دۀ ووئيل چې داسې احتجاج اؤ دهرنو سره شايد پي ټي ائي سره سازش روان دے، دپي ټي ائي خلاف سازش روان دے يا دوي دپي ټي ائي دباني خلاف سازش کوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي