احتجاج، دهرنو اؤ دسړکونو بندولو سره به دعمران خان علاج نۀ کيږي،ګورنر

Feb 18, 2026 - 14:20
 0  3
احتجاج، دهرنو اؤ دسړکونو بندولو سره به دعمران خان علاج نۀ کيږي،ګورنر

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې  احتجاج، دهرنو اؤ دسړکونو بندولو سره به دپي ټي ائي دباني چئيرمين عمران خان علاج نۀ کيږي،ګورنر جيو پاکستان کښې دخبرو په دوران ووئيل چې  دپي ټي ائي په احتجاج کښې پۀ هر ځائے کښې د٢٠ؤ نه ٢٥ؤ پورې کسان ناست دي، څومره خلق چې داحتجاج لپاره راوتلي هغوي دقيديانو ديو ګاډي ښکار کيدے شي. ګورنر وئيلي دي چې صوبه دجنګ په حالت کښې ده اؤ دخېبرپښتونخوا کابينه دباني دعلاج لپاره په احتجاج ده..فيصل کريم کنډي ووئيل چې صوبائي مشينري دمظاهرينو پشي شا ملاتړ کوي، وفاقي حکومت دعمران خان مناسب علاج کوي. ديو سوال په جواب کښې فيصل کريم کنډي ووئيل علي امين ګنډاپور پخپله وائي چې زۀ دمحسن نقوي ښۀ بچے وم.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي