نوښار کښې دپلے سر ګولډمائيننګ خلاف مشترکه موثره اپريشن،١٧ کسان ګرفتار،ګڼ مرکزونه ړنګ
نوښار( وحدت خبريال) دنوښار دريائے سندهـ نظام پور علاقې جبۍ کښې دغيرقانوني پلے سر ګولډ مائيننګ خلاف ضلعي انتظاميې، پوليس اؤد مائينز اينډ منرلز له لوري يو کوټلے اؤ مشترکه اپريشن شوے دے چې پکښې په غيرقانوني مائيننګ کښې کړو عناصرو خلاف موثره کارروائي شوې ده، اپريشن کښې ٧٨٠ پوليس اهلکار،٤٠ دمائينز اينډ منرلز اهلکارو اؤ ٦٨ دضلعي انتظاميې افسرانو اؤ اهلکارو برخه اخستې ده چې پکښې ٤٥ تکنيکي ماهرين هم شامل وو چې ضلعي انتظاميې دمارکيټ نه حاصل کړي وو، داپريشن په دوران ايکسيويټرز، کرينونه، پک اپ ګاډي، جيپ، کټر اؤ جنريټرز پشمول درنه مشينري استعمال کړے شوې ده. دکارروايۍ په دوران ٥٣ غيرقانوني د پلے سر ګولډ مائيننګ پلانټس ړنګ کړے شويدي، څلور ايکسيويټرز ناکاره کړے شويدي اؤ ٢١٠ مائيننګ مشينونه کان کنانو په رضاکارانه توګه لرې کړيدي، ددې نه علاوه پينځه هيوي ډيوټي اؤ درې واړۀ جنريټرز هم تباه کړے شويدي، شپږ مستقبل ډهانچې ړنګې کړے شوي اؤ دوه موټرسائيکلې هم تباه کړے شويدي، داپريشن په دوران ٩٥٠٠ ليټر تيل ضبط کړے شوي اؤ ١٥٠٠ ليټره تيل تلف شويدي،١٧ کسان نيول شوي اؤ په ضد ئې قانوني کارروائي شروع کړے شوې ده. دجبي علاقه کښې دمستقل مانيټرنګ ټيم دپړاؤ دقيام فيصله هم شوې ده چې دغه شان دمسلسل نګرانۍ دلارې دغيرقانوني مائيننګ مکمل مخنيوے يقيني شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0