خيرپور، په قومي شاهراه ټريفکي پېښه،١١ مړۀ
خيرپور( وحدت خبر) دسندهـ صوبې پۀ خيرپور کښې په قومي شاهراه ټريفکي پېښه کښې ١١ کسان پحق رسيدلي دي،دريسکيو ذريعو وينا ده چې ټنډو مستي سره نزدې په سړک دمسافرو بس اؤ ټرالر جنګيدلي دي، حادثه دبس دډرائيور دمبېنه غفلت په وجه شوې ده،ژوبل شوي شپږ کسان هسپتال ته منتقل کړے شويدي. داطلاع په ترلاسه کيدو موټروے پوليس موقعې ته رسيدلي اؤ فوري ريسکيو اپريشن ئې شروع کړے دے. زخميان اؤ مړي دريسکيو ادارو په مدد سره نزدې هسپتالونو ته منتقل کړے شويدي.بل اړخ ته ائي جي سندهـ جاويد عالم اوډهو ايس ايس پي خيرپور ته په فوري توګه دپېښې ځائے ته درسيدو اؤ امدادي سرګرميو پخپله دنګرانۍ کولو هدايت کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0