نوښار، دلرګو دملکيت په تنازعه نښته،دوه ځوانان مړۀ، درې کسان ژوبل
نوښار( وحدت خبريال) نوښار کښې په لرګو دقبضې تنازعې په نتيجه کښې په ډزو دوه تنه مړۀ شويدي. دذريعو وينا ده چې دجلوزئي علاقې جړوبه کښې شوې پېښه کښې ديو لاروي پشمول درې کسان ژوبل شوي هم دي. پېښه په اوچو لرلګو دقبضې کولو په سبب رامينځته شوې ده، پوليسو ديو زخمي ملزم پشمول درې کسان دوسلې سره نيولي دي، دريسکيو١١٢٢ اهلکارو مړي اؤ ژوبل شوي کسان ميا راشد ميموريل هسپتال پبو ته منتقل کړيدي. دپوسټ مارټم نه پس مړي وارثانو ته سپارل شويدي. دذريعو وينا ده چې ددواړو فريقينو نه يو، يو ځوان په ډزو وژل شوے دے. وژل شوو کښې شل کلن زاهدالرحمان اؤ دهغه مشر ورور سعيدالرحمان ديو فريق نه اؤ دبل فريق نه سعيد روز وژل شوے دے. دپوليسو ترمخه په جلوزئي تاڼه کښې دواړو فريقينو ديو بل خلاف مقدمه درج کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0