داسلام اباد  دحملې ټوله منصوبه بندي په افغانستان کښې شوې، داخله وزير

Feb 8, 2026 - 00:37
 0  3
داسلام اباد  دحملې ټوله منصوبه بندي په افغانستان کښې شوې، داخله وزير

اسلام اباد( وحدت خبر) وفاقي داخله وزير  محسن نقوي وئيلي دي چې  داسلام اباد  دحملې ټوله منصوبه بندي په افغانستان کښې شوې، داخله وزير په اسلام اباد کښې ميډيا سره دخبرو په دوران ووئيل چې  دحملې ماسټر مائنډ زمونږ په حراست کښې دے،سي ټي ډي دپېښې سره تړلي ټول کسان نيولي دي، دۀ ووئيل چې  ددهشت ګردو ټول فنډنګ بهارت کوي، بهارت په پاکستان کښې ددهشت ګردۍ لپاره خپل بجټ غزولے دے، کۀ نورو ملکونو ته  دبهارت په وجه درد وشي نو غږ به پورته کړي، يوه ورځ به هر ملک دبهارت خلاف خبره وکړي. دۀ ووئيل نوښار اؤ په پېښور کښې څلور سهولت کاران نيول شويدي، سي ټي ډي خېبرپښتونخوا په ګرفتارۍ کښې مدد کړے دے، دماسټر مائنډ تعلق  کالعدم  داعش سره دے اؤ زمونږ په حراست کښې دے، زمونږ سره ثبوت موجود دے چې څنګه حمله کوونکے راوستل شوے دے، دچهاپې په دوران دخېبرپښتونخوا  اهلکار شهيد شوے دے، ځينې اهلکار ژوبل شوي هم دي، دحملې پلاننګ داعش په افغانستان کښې کړے دے، دهشت ګرد ته ټريننګ په افغانستان کښې ورکړے شوے دے. محسن نقوي ووئيل  عوامو ته درخواست دے چې مونږ دجنګ په حالت کښې يو، دکميونټي انټلي جنس اهم دے،٢١ دهشت ګرد تنظيمونه دافغانستان نه اپريټ کوي، په دعوې سره وايم چې يوه چاؤدنه وشوه خو  د٩٩ چاؤدنو مخنيوے مو هم کړے دے. داخله وزير ووئيل چې  ټولو دهشت ګردو ته ټول هدفونه هند ورکوي اؤ پوره فنډنګ ئې کوي، کوم ترهه ګر ته چې به مخکښې ٥٠٠ ډالر ترلاسه کيدل اوس ورته ١٥٠٠ ډالر ترلاسه کيږي، بهارت دمئ  دشکست نه پس اوس ددهشت ګردۍ لپاره بجټ درې چنده سيوا کړے دے، کۀ دوي  دترهه ګرو بجټ لس چنده هم کړي مونږ به ئې مخه نيسو، دا ځل چې په بلوچستان کښې څومره حملې وشوې، څوک چې هم راغلے، بچ نۀ دے تللے، بي ايل اے داسې ويډيوز جوړوي چې په بهارتي ميډيا چليږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي