دامريکې اؤ ايران مذاکرات، پاکستان هم راوبلل شو
اسلام اباد، دوحه ، تهران( ايجنسۍ،نيوز ډيسک) دامريکې اؤ ايران مذاکرات کښې پاکستان هم راوبلل شو، ددې خبرې تصديق خارجه دفتر کړے دے، دخارجه دفتر ترجمان طاهر حسين اندرابي وئيلي پاکستان ته دامريکې اؤ ايران په مذاکراتو کښې دشرکت بلنه ورکړے شوې ده، دسفارتي ذريعو وينا ده چې نائب وزيراعظم اسحاق ډار به په مذاکراتو کښې دپاکستان نمائندګي کوي، خبرو اترو کښې سعودي عرب، قطر، مصر، عمان او متحده عرب اماراتو ته هم بلنه ورکړے شوې ده، ټاکل شوې ده چې دا خبرې به دجمعې په ورځ په استنبول اؤ يا په اومان کښې ترسره کيږي. دخبرو اترو مقصد په سيمه کښې دفوجي ټکر امکان راکمول دي. ايراني اؤ امريکائي چارواکو برطانوي نشرياتي ادارې ته ،ئيي تهران اؤ واشنګټن به دجمعې په ورځ په ترکي کښې دايران په جوهري پروګرام دخيالاتو تبادله کوي. دصورتحال نه دواقف يوې ذريعې ترمخه دټرمپ زوم جيرډ کشنر ، دامريکې خصوصي نمائنده اسټيو وټکوف اؤ دايران خارجه وزير عباس عراقچي به په مذاکراتو کښې شرکت کوي. اخوا دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي ددواړو ملکونو ترمينځ نيغ په نيغه خبرې روانې دي خو هغه خبردارے ورکړے چې کومې معاهدې ته دنۀ رسيدو صورت کښې بدې نتيجې راوتلے شي، اخوا دايران صدر مسعود پزشکيان وئيلي هغه خپل خارجه وزير ته هدايت کړے دے چې ددهمکيانو اؤ غيرمعقولو غوښتنو نه په پاک ماحول کښې دې منصفانه اؤ دبرابرۍ په بنياد مذاکرات وکړے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0