دافغانستان ايجنټانو ترهه ګرو ته به دبلوچ عوامو سره په شريکه شکست ورکوو، ددفاع وزير خواجه اصف
اسلام اباد( وحدت خبر) ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دافغانستان ايجنټانو ترهه ګرو ته به دبلوچ عوامو سره په شريکه شکست ورکوو، ددفاع وزير خواجه اصف په اسلام اباد کښې ميډيا سره دخبرو په دوران وئيلي دي چې په بلوچستان کښې فعاله دهشت ګرد دافغانستان ايجنټان دي ، دا خلق رياست بليک ميل کول غواړي، کومه عناصر چې زمونږ دشمنان دي، دا هم ددوي ايجنټان دي، ددشمنانو پشي شا ملاتړ سره دوي په پاکستان حملې کوي. خواجه اصف وئيلي دي چې دتيرو لسيزو په دوران په بلوچستان کښې ترقي شوې، سړکونه اؤ تعليمي ادارې تعمير کړے شويدي، خواجه اصف ووئيل چې جمهوري کلچر دبلوچ قوم حق دے، هغه واضحه کړه چې پخپلو وسائيلو په مکمله توګه دبلوچانو حق دے، کۀ چرې په بلوچستان کښې څه کسان دوسائيلو نه مستفيد کيږي نو وفاقي حکومت دعامو خلقو سره ولاړ دے. ددفاع وزير ووئيل چې په بلوچستان کښې به ددهشت ګردۍ کوټلے جواب ورکولے شي، دبلوچ قوم په مدد سره به افغانستان اؤ بهارت ته شکست ورکولے شي، ټوله دنيا پوهيږي چې بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو دپاکستان په حراست کښې دے، ددې نه علاوه هم په پاکستان کښې ددهشت ګردۍ حملو کښې دهند دککړتيا شواهد موجود دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0