پېښور، دايف سي په هيډکوارټر حمله کښې ککړ سهولت افغان وګړي وختل

Feb 2, 2026 - 00:41
 0  4
پېښور، دايف سي په هيډکوارټر حمله کښې ککړ سهولت افغان وګړي وختل

پېښور( وحدت خبر)  دايف سي په هيډکوارټر حمله کښې ککړ سهولت افغان وګړي ختلي دي، دپېښور په فيډرل کانسټيبلري هيډکارټر دخودکش چاؤدنو په تفتيش کښې اهم پرمختګ مخې ته راغلے دے، دتفتيشي چارواکو وينا ده چې   دخودکش چاؤدنو منصوبه بندي په افغانستان کښې شوې، دپېښې په اړه اهمې ګرفتارۍ شويدي، دتفتيشي چارواکو وينا ده چې دايف سي په هيډکوارټر حمله کوونکي دريواړه خودکش افغان وګړي وو،تفتيشي چارواکو وئيلي دي چې  پۀ فيډرل کانسټيبلري هيډکوارټرز حمله تير کال په ٢٤م نومبر شوې وه. حمله کښې دفيډرل کانسټيبلري  درې ځوانان شهيدان شوي اؤ پينځه ژوبل شوي وو، ددهشت ګردو په حمله کښې اتۀ اولسي وګړي هم ژوبل شوي وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي