دپاکستان او اسټريليا ترمينځ وړومبے ټي ټوينټي ميچ به نن لوبيږي
دواړه ټيمونه به په دريوو ټي ټوينټي ميچونو دمشتمل سيريز په وړومبي ميچ کښې نن ماذيګر څلور بجې قذافي سټيډيم لاهور کښې يو بل ته مخامخ کيږي.
دواړو ټيمونو دسيريز لپاره تياري کړې او دا سيريز د٧مې فرورۍ نه شروع کيدونکي ټي ټوئنټي ورلډ کپ دتيارۍ لپاره انتهائي اهم ګرځولے شي.
تيرو ورځو کښې ددواړو ټيمونو کپتانانو دسيريز دټرافۍ مخکتنه کړې وه.
ټي ټوئنټي سيريز لپاره دلاهور پوليس فول پروف سيکورټي انتظامات کړي وو،٩ ايس پيز،٢٥ ډي ايس پيز او ٧٣ ايس ايچ اوز به دميچ په سيکورټي تعينات وي.
د١٨٨ ليډي کانسټيبليز پشمول به دشپږو زرو نه زيات افسران او ځوانان دميچ په دوران امنيتي خدمات ترسره کوي.
دپاکستان او اسټريليا دټي ټوينټي سيريز په دوران به دزرو نه زيات ټريفک وارډنان هم فرائض ترسره کوي.
دلاهور سي سي پي او بلال صديق کميانه وينا ده دپاکستان او اسټريليا ترمينځ دټي ټوئنټي سيريز په دوران به دټول ښار سيکورټي په هائي الرټ وي او غيرملکي او ملکي دکرکټ مينه والو ته به فول پروف سيکورټي ورکولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0