ډي ائي خان کښې دسيکورټي فورسز اپريشن، دټي ټي پي ګنډاپور ډلې ترهه ګر هلاک

Jan 18, 2026 - 22:39
 0  2
ډي ائي خان کښې دسيکورټي فورسز اپريشن، دټي ټي پي ګنډاپور ډلې ترهه ګر هلاک

پېښور( وحدت خبر)  په ډي ائي خان کښې دسيکورټي فورسز په مشترکه اپريشن کښې دټي ټي پي ګنډاپور ډلې دهشت ګرد وژل شوے دے،  دډيره اسماعيل خان سي ټي ډي ريجن، ضلعي پوليس اؤ سيکورټي فورسز  دمصدقه خفيه اطلاع په بنياد کاميابه کارروائي کړې ده، دپېښې ځائې ته رسيدو سره دترهه ګرو نه ګيره چاپيره کړے شوې ده، دهشت ګردو ناڅاپي ډزې شروع کړيدي، سيکورټي فورسز  جوابي کارروائي کړې چې په نتيجه کښې ئې يو خارجي دهشت ګرد وژل شوے اؤ دهغه نور ملګري په تيښته کښې کامياب شويدي، دسرچ اپريشن په دوران ديو ترهه ګر لاش برامد شوے دے چې تعلق ئې دټي ټي پي  ګنډاپور ګروپ سره دے چې په کهتي پوليس چيک پوسټ، پوليس اؤ سيکورټي فورسز حملو کښې ککړ و، دوژل شوي ترهه ګر نه ايس ايم جي اؤ ګڼ کارتوس برامد کړے شويدي.  دنورو ترهه ګرو اؤ سهولت کارو دموجودګۍ په نظر کښې نيولو سره دسرچ اپريشن اؤ تفتيش دائره غزول شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي