دتيراه اپريشن اؤ دخلقو جبري انخلا مقصد سياسي عزائم پوره کول دي،سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي پخپل ايکس اکاونټ جاري کړي يو بيان کښې دعوه کړې ده چې دتيراه اپريشن اؤ دخلقو جبري انخلا دبندو کوټو فيصله ده چې مقصد ئې سياسي عزائم پوره کول دي.سهيل افريدي وئيلي دي چې تيراه زما کور دے، هاغه خلق زما دي.وزيراعلى په سيکورټي فورسز دانتظاميې پهکارونو کښې دمداخلت الزام لګولے اؤ وئيلي ئې دي چې دا ټول عمل دسستوالي ښکار کولے شي. دۀ وئيلي دي دخلقو رجسټريشن نادرا کوي چې يوه وفاقي اداره ده، هلته په رجسټريشن کښې قصداً خلق تنګولے شي، دۀ دعوه کړې ده چې دسيکورټي فورسز اهلکار چيکنګ اؤ دسترګو سکينر لګولو سره دخلقو ويريفائي کولو کښې وخت ضائع کولو سره خلق پريشانه کوي، دګينټو کار په ورځو کښې بدلولے شي چې دغه شان خلق تنګ شي.وزيراعلى وئيلي دي چې دټولو سټيک هولډرانو په اعتماد کښې اخستو نه بغير مستقل اؤ پائيداره امن ناممکن دے. دۀ وئيلي دي چې دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ قومي جرګه کښې شريکو دصوبو ټولو سياسي اؤ مذهبي جماعتونو پشمول ټولو سټيک هولډرانو داوږدمهاله امن قائمولو لپاره چې کوم تجويزونه پيش کړي، په دې عمل کولو سره دمسائيلو حل راويستل کيدے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0