اسلام اباد، دوادۀ په کور کښې دسيلنډر چاؤدنه، دناوې اؤ وادۀ دزلمي پشمول اتۀ مړۀ
اسلام اباد( وحدت خبر) اسلام اباد کښې دوادۀ په کور کښې د ګيس سيلنډر چاؤدنه شوې ده چې له امله ئې دناوې اؤ وادۀ دزلمي پشمول اتۀ مړۀ شويدي، دپوليسو ترمخه دا پېښه هاغه وخت وشوه کله چې دوادۀ ددستورې نه پس ناوې ، دوادۀ زلمے اؤ دکور ميلمانه په خوب اودۀ وو. چاؤدنه داتوار په سحر اووۀ بجې شوې ده چې ورسره دکور چت راپريوتے دے، دديوالونو ځينې برخې ړنګې شوي اؤ په ملبه کښې خښتې، دلوئې کنکريټ برخې اؤ فرنيچر خوارۀ وارۀ شويدي، زخمي شوي کسان دملبې لاندې ګير شويدي چې دريسکيو اهلکارو په سټريچر هسپتال ته منتقل کړيدي. دايمرجنسي چارواکو ترمخه چاؤدنه دګيس ليکج په وجه شوې ده، کوټه دګيس نه ډکه وه اؤ بيا چاؤدنه وشوه، پېښه کښې درې نزدې کورونه هم متثاره شويدي. وزيراعظم شهبازشريف په دې پېښه دافسوس اظهار کړے دے، دسينيټ چئيرمين يوسف رضا ګيلاني هم دا پېښه زړۀ بوګنونکې ګرځولې چې خوشحالي ئې په غم کښې بدله کړې ده. دوادۀ دزلمي پلار حنيف مسيح وينا ده چې دهغه دزوې وادۀ يوه ورځ وړاندې شوے ؤ اؤ دوادۀ دزلمي اؤ ناوې پشمول دکور خلق اؤ ميلمانه په کور کښې اودۀ وو، دهغه په وينا ټول خلق داتوار په شپه درې بجې اودۀ شوي وو اؤ څو ګينټې وروسته دا تباهي وشوه، په چاؤدنه کښې ددۀ زوې، اينګور، لور اؤ دوراندار پشمول ګڼ کسان مړۀ شويدي، پوليسو علاقه پخپله ګيره کښې اخستې اؤ تحقيقات ئې شروع کړيدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0