نوښار، دعطائي ډاکټر دټيکې لګولو له امله پينځه کلن يتيم ماشوم پحق ورسيدو
نوښار( وحدت خبريال) نوښار کښې دصحت دصوبائي وزير ميا خليق الرحمان حلقې چراټ سپين کاڼي کښې دعطائي ډاکټر دټيکې لګولو له امله پينځه کلن يتيم ماشوم پحق ورسيدو، دپېښې وروسته عطائي ډاکټر قدر باز تښتيدلے دے، دمړ شوي ماشوم سالار ولد عبدالرحمان دمور ياسمين بي بي وينا ده چې ماشوم ئې ډاکټر قدر باز له بوتللے ؤ، هغه ترې پېسې هم اخستي اؤ ماشوم ته ئې ټيکه لګولې دکوم نه پس چې دهغه حالت خراب شوے اؤ بيا ئې دغه ډاکټر له وروستے، ډاکټر ورته وئيي چې ماشوم قاضي حسين احمد ميډيکل کمپليکس ته بوځي، هسپتال ته چې لاړو نو ډاکټرانو ووئيل چې ماشوم سالار دغلط انجيکشن دلاسه مړ شوے دے. دپوليس تانې اضاخيل ترمخه دمړ شوي ماشوم مور کومه قانوني کارروائي کول نۀ غواړي دکوم په وجه ده چې باقاعده مقدمه نۀ ده درج کړے شوې.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0