جنوبي وزيرستان کښې بمي چاؤدنه، دجے يو ائي رهنما شهيد

Jan 10, 2026 - 21:11
 0  3
جنوبي وزيرستان کښې بمي چاؤدنه، دجے يو ائي رهنما شهيد

جنوبي وزيرستان( وحدت خبر) قبائيلي ضلع جنوبي وزيرستان کښې بمي چاؤدنه شوې ده چې له امله ئې يو  قبائيلي مشر  پحق رسيدلے دے، چاؤدنه کښې  نامتو ديني عالم اؤ دجے يو ائي رهنما مولانا سلطان  تيره ورځ سخت ژوبل شوے ؤ، دهغه دخانداني ذريعو وينا ده چې  مولانا سلطان دډيره اسماعيل خان په مفتي محمود هسپتال کښې اخري ساه اخستې ده. دپوليسو ترمخه مولانا سلطان دوانا علاقې کونړا چينه کښې  دمدرسې سره نزدې په چاؤدنه کښې سخت ژوبل شوے ؤ، چاؤدنه هاغه وخت وشوه  چې هغه دمدرسې نه کور ته روان ؤ چې په لاره کښې دائي اي ډي  چاؤدنې  ښکار شو. مولانا سلطان دجمعيت علمائے اسلام وزيرستان رهنما، دوفاق المدارس وزيرستان ذمه وار اؤ يو نامتو ديني شخصيت ؤ، دهغه په شخصيت دجے يو ائي (ف) امير مولانا فضل الرحمان دژور غم اؤ خفګان اظهار کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي