افغانستان، ٢٠٢٥ کښې ١٢٣ پخواني فوجي اهلکار وژل شويدي،متحده قامونه
نيويارک( ميډيا رپورټ) متحده قامونو دافغان طالبانو درجيم څلور کلن دور کښې دشوو ګرفتاريو اؤ ماورائے عدالت وژنو رپورټ جاري کړے دے، ديو اين رپورټ ترمخه افغانستان، ٢٠٢٥ کښې ١٢٣ پخواني فوجي اهلکار وژل شويدي،متحده قامونو پخپل رپورټ کښې وئيلي دي چې په دې دوران په ١٣١ کسانو تشدد شوے دے، يو پخوانے افغان کمانډر په ٢٤م دسمبر په تهران کښې په ډزو سره قتل کړے شوے ؤز درپورټ ترمخه دافغان ميډيا وينا ده چې افغان انټلي جنس اهلکار اعتراف کړے دے چې هغه ګڼو حملو کښې ککړ پاتې شوے دے. په دې حواله ديو اين امدادي مشن برائے افغانستان وينا ده چې د٢٠٢١م نه راپديخوا بغير جوازه ګرفتارۍ، جبري بې درکۍ اؤ دقتل پېښې معمول جوړ شوے دے. په ٢٠٢٣م کښې تقريباً ٢٠٠ پخواني افغان فوجيان قتل کړے شوي دي. دهيومن رائټس واچ رپوټونه هم د٢٠٢١م نه پس افغانستان کښې دجبري بې درکيو اؤ قتل دګڼو پېښو تصديق کوي. دهيومن رائټس واچ ترمخه ستمبر ٢٠٢٥م کښې په قندهار ښار کښې دطالبانو ځواکونو پخوانے فوجي اهلکار باز محمد ګرفتار کړے، څه ورځې پس دباز محمد لاش دهغه وارثانو ته ترلاسه شوے ؤ. دنړۍ قامونو ته دافغان طالبانو درجيم په ظلمونو فوري اقدامات کول پکار دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0