ايران کښې روانې مظاهرې ١٠٠ؤ نه زياتو ښارونو ته وغزيدې،٤٧ کسان پحق ورسيدل
تهران( ميډيا رپورټ) په ايران کښې جاري حکومت مخالفه مظاهرو کښې نور شدت هم راغلے دے، دانساني حقونو دغيرملکي ادارو وينا ده چې دا احتجاج اوس دايران دسلو نه زياتو ښارونو ته غزيدلے دے.پۀ تهران اؤ مشهد کښې دشپې ناوخته دحکومت خلاف په سړکونو مارچ شوے دے. داحتجاجي مظاهرو په دوران تراوسه ٤٧ کسان مړۀ شويدي چې پکښې زياتره امنيتي اهلکار شامل دي، خواؤشا ٢٥٠٠ کسان نيول شويدي، په ايران کښې انټرنيټ سروس هم يوځل بيا بند کړے شوے دے، ترکيې استنبول نه تهران ته روان ټول پروازونه منسوخ کړيدي. ايراني ميډيا په کرمانشاه کښې دمظاهرو په دوران دشرپسندو لخوا دډزو ويډيو جاري کړې ده چې پکښې نقاب پوش کسان دډزو په حالت کښې ليدل کيدے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0