تيراه کښې دبدامنۍ په وجه خلقو کډې شروع کړې،رپورټ
دقبائيلي ضلعې خېبر په تيراه سيمه کښې دامن وامان دخراب صورتحال له امله مقامي خلقو کډې شروع کړيدي، دميډيا رپورټ ترمخه دتيراه ميدان سيمې نه مقامي خلقو کډې شروع کړيدي اؤ دپرامنه علاقو لروي ته تګ کوي، پهدې لړ کښې دوا توئي سيمه کښې رجسټريشن شروع کړے شوے دے. دمقامي خلقو دکډوکولو په اړه په پيندي چينه کښې کيمپ لګول شوے دے، دصورتحال معلومولواؤ معائنې لپاره دخېبر ډي پي او وقار احمد دتيراه دوره کړېدهاؤ هلته ئې دقائم رجسټريشن کيمپ معائنې کولو ترڅنګ دسختو سيکورټي انتظاماتو هدايت کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0