بنو اؤ لکي مروت کښې په پوليسو حملې، څلور اهلکار شهيدان
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا ضلع لکي مروت اؤ بنو کښې داتوار په ورځ دپوليسو ترمخه دوه مختلفو حملو کښې څلور اهلکار شهيدان شويدي. په لکي مروت کښې دډزو پېښه دنورنګ تاڼې حدودو کښې مخې ته راغلې ده چې په نتيجه کښې دټريفک پوليس درې اهلکار شهيدان شويدي، دلکي مروت ډپټي سپرنټډنټ پوليس شمع راز خان ميډيا ته وئيلي نامعلومو کسانو دډيوټۍ په دوران ټريفک پوليس اهلکار په نخښه کړيدي. همدغه شان دبنو علاقې کشفي خيل کښې دپوليسو ترمخه يو اهلکار دټارګټ کلنګ پېښه کښې شهيد شوے دے. دبنو پوليس کنټرول ديو اهلکار وينا ده چې په بنو کښې شهيد شوے پوليس اهلکار په ډيوټۍ نۀ ؤ بلکې پخپل کلي کښې په نخښه کړے شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0