دوزيراعلى د ډرائيونګ لائسنس کارډونو دپرنټنګ عمل يوه مياشت کښې دمکمل کولو هدايت

Dec 31, 2025 - 23:40
 0  15
دوزيراعلى  د  ډرائيونګ لائسنس کارډونو دپرنټنګ عمل يوه مياشت کښې دمکمل کولو هدايت

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي  په ټوله صوبه کښې دزيرالتوا يو لک اوولس زره   ډرائيونګ لائسنس کارډونو دپرنټنګ عمل يوه مياشت کښې دمکمل کولو هدايت کړے دے، په دې لړ کښې   دټرانسپورټ محکمې لخوا دډرائيونګ لائسنس کارډونو پرنټنګ اؤ ترسيل لپاره په ضلعي بنيادونو باقاعده شيډول جاري کړے شوے دے چې ددې لاندې متعلقه چارواکي پابند کړے شويدي چې هغوي دي دټاکل شوو تاريخونو مـطابق  دلائسنس کارډونو په وخت ترسيل په هر صورت کښې يقيني کړي. دجاري کړے شوي  شيډول ترمخه هزاره ډويژن کښې   به دډرائيونګ لائسنس کارډونو دپرنټنګ عمل  دجنورۍ وړومبۍ مياشت کښې مکمل کړے شي. ملاکنډ ډويژن کښې سوات، دير اؤ دبونير زيرالتوا ډرائيونګ لائسنس زکارډونه به دجنورۍ تر مينځ پورې اولسي وګړو ته فراهم کړې شي، همدغه شان پېښور ډويژن کښې به ډرائيونګ لائسنس کارډونو ترسيل ٢٣مې جنورۍ نه ٢٦مې جنورۍ په دوران  دمکملولو هدف مقرر کړے شوے دے.  کوهاټ ډويژن کښې دا عمل ٢٩مې جنورۍ پورې دمکمل کيدو توقعو ده. دبنو ډويژن اولسي وګړو ته به ډرائيونګ لائسنس کارډونه ديرشمې جنورۍ پورې فراهم کولے شي. مردان اؤ ډي ائي خان ډويژن کښې   زيرالتوا ډرائيونګ لائسنس کارډونو ترسيل ديرشمې جنورۍ پورې  دمکمل  کولو هدايت شوے دے. وزيراعلى  واضحه کړې ده چې دعوامي خدماتو په وخت اؤ موثره فراهمي دموجوده صوبائي حکومت اولنۍ ترجيح ده اؤ په دې لړ کښې به څه قسمه کوتاهي برداشت نۀ کړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي