پېښور، دپوليسو لويه کارروائي، دپيني ټارګټ کلرز ګروپ خاتمه

Dec 29, 2025 - 10:44
 0  6
پېښور، دپوليسو لويه کارروائي، دپيني ټارګټ کلرز ګروپ خاتمه

پېښور( وحدت خبر) په پېښور کښې پوليس مقابله شوې ده چې پکښې  جرمونو کښې ککړ نجم الحسنين عرف پينے وژل شوے دے ،دخېبرپښتونخوا پوليس  لخوا جاري شوي بيان ترمخه اودزۍ کښې سپيشل اپريشن ټيم لويه کارروائي کړې ده، دټارګټ کلر ګينګ مشر نجم الحسن عرف پيني پشمول ئې پينځه ټارګټ کلران وژلي دي، وژل شوو ټارګټ کلرانو کښې  نجم الحسن، حميد، بلال، حاجي ملنګ اؤ کامران شامل دي. دا ګروپ  ددوه پوليس سپاهيانو، پخواني ناظږ اؤ خواجه سرا په قتل کښې هم ککړ ؤ.پوليسو پخپل يو بيان کښې وئيلي دا مقابله  دپېښور خواؤشا علاقې داودزئي کښې شوې ده.  دپېښور سي سي پي او ميا سعيد وينا ده چې  دپينے ګروپ  کسان پېشه وارانه ټارګټ کلرز وو چې تراوسه ئې د٣٠ؤ نه زيات پوليس،سياسي اؤ سماجي شخصيات په نخښه کړي وو، ميا سعيد وئيلي دي چې پينے ګروپ ګڼې سنګينې کارروايۍ کړې وې،د پينے ګروپ مکمل خاتمه مو کړې ده، سي سي پي او ميا سعيد وئيل دي چې  پينے ګروپ مختلفو ضلعو کښې پوليس اهلکار په نخښه کول، دا ډله دسياسي اؤ سماجي شخصياتو په ټارګټ کولو کښې هم ککړه پاتې شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي