جمرود، دوادۀ دستوره کښې په هوائي ډزو دوادۀ زلمے مړ

Dec 28, 2025 - 21:53
 0  1
جمرود، دوادۀ دستوره کښې په هوائي ډزو دوادۀ زلمے مړ

جمرود( وحدت خبر) دقبائيلي ضلعې خېبر دجمرود په سور کمر علاقه کښې دوادۀ په دستوره کښې دهوائي ډزو په دوران دوادۀ زلمے پحق رسيدلے دے. پېښه کښې دوه کسان ژوبل شوي هم دي. دوادۀ ددستورې په دوران روايتي هوائي ډزې روانې وې چې په دې دوران  په ګولۍ دوادۀ زلمے اسد ولګيدو اؤ په موقعه ئې ساه ورکړه. دوادۀ دزلمي اسد تعلق دافغانستان سره ښودل کيږي، پېښه کښې دوه کسان ژوبل شوي چې دجمرود سول هسپتال ته منتقل کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي