شمالي وزيرستان، دسيکورټي فورسز په کيمپ دترهه ګرو حمله، څلور ځوانان شهيدان

Dec 19, 2025 - 23:16
 0  1
شمالي وزيرستان، دسيکورټي فورسز په کيمپ دترهه ګرو حمله، څلور ځوانان شهيدان

شمالي وزيرستان( وحدت خبر) شمالي وزيرستان کښې   دسيکورټي فورسز په کيمپ دترهه ګرو حمله شوې ده چې له امله ئې   څلور ځوانان شهيدان شويدي، دډزو په تبادله کښې څلور ترهه ګر هم وژل شويدي، دائي ايس پي ار ترمخه په ١٩م دسمبر خوارجو دبويا علاقه کښې دسيکورټي فورسز په کيمپ حمله کړې ده، په بيان کښې وئيل شويدي چې  خوارجو  دکيمپ دبهرنۍ سيکورټي دماتولو کوشش کړے دے، خو په وخت  تيار اؤ پرعزمو ځوانانو  دموثره ردعمل په وجه ددوي ناپاک عزائم ناکامه کړے شويدي، دائي ايس پي ار وينا ده چې  دمايوسۍ په  حالت کښې  حمله کوونکو  دبارودي موادو نه ډک  ګاډے  دکيمپ بهرني ديوال سره ټکر کړے دے چې په نتيجه کښې ئې ديوال رانړيدلے دے اؤ نزدې انفراسټرکچر ، يو مسجد ته هم سخت نقصان رسيدلے دے، دترهه ګرو په دې وحشيانه کارروايۍ کښې  کورونو ته دنقصان رسيدو په وجه دمقامي ابادۍ پينځلس کسان سخت ژوبل شويدي چې پکښې معصوم بچي اؤ زنانه هم شامل دي. دترهه ګرو حمله کښې حوالدر محمد وقاص، نائيک خانويز، سپاهي سفيان حيدر اؤ سپاهي رفعت شهيدان شويدي. دا کارروائي په افغانستان کښې دموجودو خوارجو دمنصوبه بندۍ اؤ سرپرستۍ نتيجه ده چې دافغان طالبانو دهاغو دعوو برعکس ده چې پکښې وئيل کيږي چې دافغان خاورې نه  داسې کوم ترهه ګره ډله سرګرم نۀ ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي