اسټريليا،پۀ حمله کوونکي نويد اکرم دترهه ګرۍ فردجرم ولګول شو
داسټريليا ښار سډني مشهور بونډي بيچ باندې دوحشيانه ډزو نه پس په ژوبل شوي حمله کوونکي نويد اکرم اسټريلوي پوليسو ددهشت ګردۍ پشمول د٥٠ؤ الزامونو لاندې فردجرم لګولے دے، دپوليسو ترمخه درې ورځې وړاندې دبونډي په ساحل دوه وسله والو په عوامو ډزې کړې وې چې په نتيجه : کښې ١٥ کسان مړۀ اؤ ٤٠ ژوبل شوي دي. دحملې په دوران دژوبل شوي حمله کوونکي پيژندګلو دساجد اکرم په نوم سره شوې ده چې دبهارتي ښار حيدراباد اوسيدونکے ؤ. دهغه زوې نويد اکرم چې اسټريلوي شهريت لري، هم په دې پېښه کښې ککړ ؤ اؤ په ژوبل حالت کښې دپوليسو په تحويل کښې دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0