دخېبرپښتونخوا وزيراعلي محمد سهيل افريدي دزمونږ کور ناڅاپي دوره، بې اسرې جينکو سره ليدنه
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلي محمد سهيل افريدي د زمونږ کور ګرلز کيمپس اؤ ويمن کرائسز سنټر ناڅاپي دوره کړې ده چرته چې هغه دماشومانو سره ملاقات کړے، ددوي مسائيل ئې اوريدلي اؤ په موقعه ئې دفوري حل احکامات جاري کړيدي، وزيراعلي وئيلي دي چې په رياستي سرپرستۍ کښې دموجودو ماشومانو پالنه دحکومت ائيني، اخلاقي اؤ انساني ذمه واري ده. دددورې په دوران وزيراعلى په فلو کښې مبتلا ماشومانو په شکايت فوري ډاکټران طلب کړي اؤ په موقعه ئې طبي معائنه کړې، وزيراعلى انتظاميې ته هدايت کړے دے چې دماشومانو دخوښې مطابق دې مينيو ترتيب کړے شي اؤ دمعياري خوراک فراهمي دې په هر صورت کښې يقيني کړے شي. سهيل افريدي ووئيل چې ديتيمانو اؤ بې اسرې ماشومانو تعليم، تربيت اؤ ښيګړه دصوبائي حکومت اولنۍ ترجيح ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0