دوزيراعلى دناجائزه منافع خورۍ خلاف دکارروائيو تيزولو هدايت
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي په مشرۍ کښې دخوراک دمحکمې اجلاس ترسره شوے دے، وزيراعلى دناجائزه منافع خورۍ خلاف دکارروائيو تيزولو هدايت کړے دے، وزيراعلى وئيلي دي چې دخوراک څښاک څيزونو په سرکاري نرخونو دې په هر صورت کښې عمل درامد يقيني کړے شي، وزيراعلى دعوامي سهولت لپاره دفيلډ وزټس سيوا کولو اؤ خوراک څښاک دڅيزونو دخودکفالت لپاره دجامع پلان تيارولو هدايت کړے دے، وزيراعلى وئيلي دي چې دغنمو سټوريج کيپسټي سيوا کولو لپاره دې اقدامات وکړے شي، وزيراعلي ته په ورکړے شوي بريفنګ کښې وئيل شويدي چې دصوبې کليز دغنمو ضرورت درې پنځوس لکه ميټرک ټنه دے، څوارلس لکه ميټرک ټنه مقامي پيداوار اؤ اتۀ ديرش لکه ميټرک ټنه دنورو صوبو نه ترلاسه کولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0