په ګاډي داسرائيلو فضائي حمله، دحماس اهم کمانډر ددوه ملګرو سره شهيد

Dec 13, 2025 - 21:41
 0  0
په ګاډي داسرائيلو فضائي حمله، دحماس اهم کمانډر ددوه ملګرو سره شهيد

غزه(  ټائمز اف اسرائيل)  په غزه کښې داسرائيلي فوج دجنګ بندۍ خلاف ورزۍ مسلسل روانې دي اؤ تيره ورځ په يوه فضائي حمله کښې درې فلسطينيان شهيدان شويدي، دټائمز اف اسرائيل ترمخه په يو ګاډي حمله شوې ده چې پکښې دحماس اهم ترين کماندر رعد سعد  په نخښه کړے شوے دے  چې دموجودګۍ ئې انټلي جنس  اطلاع ترلاسه شوې وه.  داسرائيلو فوج تصديق کړے دے چې غزه سټي کښې په يو ګاډي شوې فضائي حمله کښې دحماس يو اهم ترين عسکري کماندر رعد سعد په نخښه کړے شوے دے، بيان کښې وئيل شويدي چې رعد سعد اوسنيو مياشتو کښې دحماس لپاره  دوسلې بحالۍ اؤ تيارۍ په کوششونو کښې فعاله ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي