کرمه کښې په سيکورټي فورسز حمله،شپږ اهلکار شهيدان

Dec 9, 2025 - 14:33
 0  2
کرمه  کښې په سيکورټي فورسز حمله،شپږ اهلکار شهيدان

 پۀ ضلع کرمه  کښې په سيکورټي فورسز  ترهه ګرو حمله کړې ده چې له امله ئې ګشپږ اهلکار شهيدان شويدي،  دسنټرل کرم تحصيل علاقې مناتو کښې په تورغونډۍ چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې ده،دپوليس ذريعو وينا ده چې  دسنټرل کرم تحصيل علاقې مناتو کښې په تورغونډۍ چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې ده شهيد شوو اهلکارو کښې حوالدار شوکت حبيب، حوالدار سبزل، سپاهي عبدالخالق اؤ سپاهي رفيع الله، لانس نائيک امجد اؤ سپاهي وقاص شامل دي  شامل دي، زخمي شوو ايف سي اهلکارو محمد جاويد خان، محمد اياز، رب نواز، عامر شهزاد، محمد رضوان اؤ محمد زيد سلطان شامل دي.ژوبل شوي اهلکار هسپتال ته منتقل کړے شويدي چې پکښې د وو حالت تشويشناک دے. دحملې وروسته سيکورټي فورسز دترهه ګرو ځالې په توپو سره په نخښه کړيدي چې په نتيجه کښې ګڼ ترهه ګر مړۀ اؤ ژوبل شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي