دنيا دمعرکه حق نه وړاندې دفضائي طاقت دومره جرائت مندانه استعمال نۀ ؤ کتلے،ائيرچيف مارشل
نوښار( سيد نديم مشواني) ائيرچيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو وئيلي دي چې دنيا دمعرکه حق نه وړاندې دفضائي طاقت دومره جرائت مندانه استعمال نۀ ؤ کتلے،ائيرچيف مارشل وئيلي دي چې په معرکه حق کښې کاميابي دپاکستان ائير فورس دبهترينې کارکردګۍ عکاسي ده. دۀ وئيلي دي چې په اپريشن بنيان مرصوص کښې مونږ دشمن ته شکست ورکړو، په لسمه مئ مو ددشمن ډيفنس سيسټم په کاميابۍ سره په نخښه کړو. په پي اے ايف اکيډيمۍ رسالپور کې پاسنګ اوټ پريډ ته په وينا کښې دپاک فضائيې مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو ووئيل چې کله چې دشپږمې اؤ اوومې مئ په شپه دپاکستان خپلواکي چيلنج کړے شوه نو پاکستان ائيرفورس دشمن ته کوټلے جواب ورکو اؤ درافيل پشمول ئې ددوي جديدې طيارې رانسکورې کې، په لسمه مئ مونږ ددشمن ډيفنس سيسټم په کاميابۍ سره په نخښه کړو. اپريشن بنيان مرصوص کښې پاکستان سائبر وار فيئر کښې خپله برتري ثابت کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0