خېبرپښتونخوا کښې په ګورنر راج غور روان دے، بيرسټر عقيل
اسلام اباد( وحدت خبر) دقانون دمملکت وزير بيرسټر عقيل ملک وئيلي دي چې دترهه ګرۍ اؤ پولې پورې غاړه صورتحال له امله خېبرپښتونخوا کښې په ګورنر راج غور روان دے، دجيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې دخبرو په دوران بيرستر عقيل ملک ووئيل چې دخېبرپښتونخوا صورتحال دټولو په وړاندې دے، په خېبرپښتونخوا کښې بايد داسې انتظامي ډهانچه وي چې څه فائده خو وکړي، ترڅو به دصوبې اولس بې يارومددګار پريږدو. بيرسټر عقيل ووئيل چې ګورنر راج دسخت ضرورت په صورت کښې لګول کيږي، دصوبې حالات ددې تقاضا کوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0