دمولانا فضل الرحمان دپاک بنګله ديش تعلقاتو دلا مضبوطولو په ضرورت زور
دجمعيت علمائے اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان دپاک بنګله ديش تعلقاتو دلا مضبوطولو په ضرورت زور راوړے دے، دډهاکې سهروردي ګراونډ کښې ختم نبوت کانفرنس ته په وينا کښې دۀ ووئيل چې ددواړو ملکونو دعوامو ترمينځ دايمان دوحدت يوه داسې رشته ده چې کله هم نۀ شي ختميدے، مولانا فضل الرحمان ووئيل چې دبنګله ديش په عوامو کښې دعملي جدوجهد اؤ سرګرم عمل پاتې کيدو يوه مضبوطه اؤ متحرک جذبه موجوده ده خو ديني تحريکونه دتشدد نۀ بلکې دنظريې دتسلسل اؤ استحکام خبره کوي. دۀ ووئيل چې پاکستاني وفد صرف په کانفرنس کښې دشرکت لپاره نۀ دے رالغے بلکې دپاکستاني عوامو دنيک نيتۍ پيغام ئې راوړے دے. دۀ ووئيل دختم نبوت عقيده دمسلمانانو مشترکه ايمان دے. دۀ ووئيل چې دپاکستان اؤ بنګله ديش مسلمانان هم ديو امت حصه ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0