داسرائيلي فوج کارروايۍ جاري، دوه ماشومان شهيدان،٥١ لاشونه برامد

Nov 14, 2025 - 14:26
 0  3
داسرائيلي  فوج کارروايۍ جاري، دوه ماشومان شهيدان،٥١ لاشونه برامد

غزه( ميډيا رپورټ) اسرائيل لا هم په غزه کښې د اوربند  دلوظنامې  پرله‌پسې سرغړونې کوي۔  تيره ورځ بيا د غزه ښار، بيت‌لاهيا او خان‌يونس په سيمو کښې هوايي بريدونه وشول او د توپخانې له لارې ډېر سخت ګولہ‌بار شول۔ په لوېديزه غاړه کښې هم حالات خراب شوي دي، هلته د قابض اسرائيلي پوځ په ډزو دوه ماشومان شهيدان کړل۔ په عملياتو کښې ګڼ خلق ژوبل شوي او سيمه کښې د کور په کور تلاشي روانه وه۔ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش د غزې اوربند تړون "ډېر نازک" بللے او له دواړو خواوو ئې غوښتنه کړې چې په بشپړ ډول دې درناوے وکړي، څو د امن د بيا راګرځېدو لپاره لاره هواره شي۔هلته په غزه کښې له يو  ټوليز  قبر (اجتماعي قبر) نه يو پنځوس  مړي راويستل شوي دي۔ همدارنګه د خان‌يونس نه د يو اسرائيلي يرغمال کس مړے هم ترلاسه شوے چې    اسرائيل ته به  وسپارل شي۔ د غزه د سول ډيفنس په وينا، لا هم لسګونه کورنۍ د ورانو شويو کورونو د ملبې لاندې بندې دي۔ د محدودې مشينرۍ او ډېرې تباهۍ له امله د ريسکيو ټيمونو لپاره ملبه پورته کول ډېر ګران شوي دي۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي