هر ځل چې له اسټېبلشمنټ سره خبرې شوي، هغوي پۀ پي ټي آئي لا ډېر ظلم کړے دے، عمران خان

Nov 5, 2025 - 22:21
 0  1
هر ځل چې له اسټېبلشمنټ سره خبرې شوي، هغوي پۀ پي ټي آئي لا ډېر ظلم کړے دے، عمران خان

پينډۍ( وحدت خبر)  د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آي) باني عمران خان ويلي دي چې د فارم 47 او يا له اسټېبلشمنټ سره هېڅ قسمه خبرې نه کېږي، خو که څه هم خبرې وشي، نو هغه به د اتحاد د مشر محمود خان اڅکزي له لارې وي. د باني عمران خان له ليدنې وروسته ډاکټر عظمه خان د عليمه خان سره يو ځائے له ميډيا سره خبرې وکړې او ويې ويل: "زه چې څومره تازه معلومات ورکولے شوم، ما ورکړل." هغې زياته کړه: باني ويلي دي چې د فارم ۴۷ د حکومت سره څه ډول مذاکرات کېدے شي؟ کله چې وزيراعظم د خېبرپښتونخوا  وزيراعلى ته  ووئيل چې 'زه به پوښتنه وکړم او بيا به درته وايم'، نو بيا څه پاتې شول؟ باني ويلي دي له دغو خلقو سره  دخبرړ کولو هېڅ ګټه نشته. د ډاکټر عظمه خان په وينا، باني ويلي دي درې کاله کېږي، پۀ ما سختۍ روانې دي. باني ويلي دي هر ځل چې له اسټېبلشمنټ سره خبرې شوي، هغوي پۀ پي ټي آئي لا ډېر ظلم کړے او ټول کنټرول د يو کس په لاس کښې دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي