دبارانونو له امله شوو پېښو کښې تراوسه 910 کسان مړۀ شويدي، رپورټ
نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (NDMA) وایی چی د روان پشکال له پیله تر اوسه 910 کسان مړه شوي او 1044 نور ټپیان شوي دي، یوازې په تېرو 24 ساعتونو کښې 3 کسان مړه شوي دي. د ډان نیوز د راپور له مخې، NDMA د بارانونو، سېلابونو او اړونده پېښو کی د مرګژوبلې ارقام خپاره کړي، چی له 24 جون څخه تر اوسه 910 کسان مړه شوي او 1044 ژوبل شوي دي. د شمېرو له مخې، 442 کسانو د سيندونو دسیلاب له امله، 252 د کورونو د نړېدو له امله، او 65 کسان د ډوبېدو له وجې ژوند له لاسه ورکړے دے. همداشان، 57 کسان د ناڅاپي سېلابونو او 11 نور د شدیدو بارانونو له امله مړه شوي دي. د NDMA په وینا، 25 کسان د زمکې ښوېدو، 23 د برېښنا لګېدو، او 24 کسان د اسماني بریښنا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړے دے
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0