کرک کې د وسله‌والو بريد، د ايس ايچ او په ګډون درې پوليس شهيدان

Sep 4, 2025 - 21:35
 0  1
کرک کې د وسله‌والو بريد، د ايس ايچ او په ګډون درې پوليس شهيدان

 د خيبر پښتونخوا په کرک  ضلع کې د  وسله‌والو لخوا پر پوليسو بريد شوى، چې له امله يې د پوليسو يو افسر او دوه نور اهلکار شهيدان شوي، او يو تن ژوبل شوي دي.

د پوليسو د وينا له مخې، پېښه د بانډه داود شاه په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د ايس ايچ او عمر نواز په مشرۍ پوليسو دمعمول مطابق ګشت کولو . ناڅاپي، نامعلومو وسله‌والو بريد وکړ او د پوليسو پر موټر يې  ناتاره ډزې وکړې.

په بريد کې ايس ايچ او عمر نواز له خپلو دوو ملګرو سره ځاي پر ځاي شهيد شو، او يو بل پوليس ژوبل شوي دي چې روغتون ته انتقال شوي.

د پېښې وروسته، پوليسو سيمه محاصره کړې، د لټون عمليات يې پيل کړي او د نامعلومو بريدګرو پر ضد مقدمه هم درج شوې. چارواکو ويلي چې پلټنې روانې دي او زر به د پېښې نور جزئيات هم رسنيو ته وړاندې شي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي