افغانستان نه دخوارجو ددارندازۍ کوشش ناکام،بلوچستان کښې 33 خوارج هلاک
پاک فوج په ژوب کښې دبهارتي حمايت يافته خوارجو ددارندازۍ کوشش ناکامه کړے دے اؤ درې ديرش خوارج ئې هلاک کړي دي.
دائي ايس پي ار وينا ده چې د٧م او ٨م اګست په مينځ شپه سيکورټي فورسز دبلوچستان دژوب ضلعې سمبازه علاقه کښې دپاکستان اؤ افغانستان دسرحد په ذريعه ددراندازۍ کوشش ناکام کړے دے.
دائي ايس پي ار ترمخه ددراندازۍ کوونکې بهارتي پراکسي ډلې فتنه خوارجو ديوې لوئې ډلې دنقل وحرکت درک لګول شوے دے، سيکورټي فورسز فوري اؤ موثره کارروائي کړې ده اؤ ددراندازۍ کوشش ئې ناکامه کړے دے.
دائي ايس پي ار ترمخه جرائتمندانه، په مهارت اؤ عين په هدف دشوې کارروايۍ په نتيجه کښې ٣٣ بهارتي حمايت يافته خوارج وژل شوي اؤ دهغوي نه په لوئې مقدار کښې وسله، ګوله باروداؤ چاؤديدونکي مواد برامد کړے شويدي.
علاقه کښې کلئيرنس اپريشن روان دے چې دغه شان پاتې نور ترهه ګر هم ختم کړے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0