کوهاټ پوهنتون کې په لومړي ځل د پښتو ادبياتو څانګې پرانېسته وشوه
د کوهاټ په ساينس او ټېکنالوژۍ پوهنتون ( کسټ) کې په لومړي ځل د پښتو ادبياتو څانګې پرانېسته وشوه.
د جولای پر لسمه نېټه په ياد پوهنټون کې په رسمي توګه د پوهنتون رييس ( وايس چانسلر ) ډاکټر ظفر الياس له خوا د يوې دستورې په ترڅ کې د دې څانګې پرانېسته وشوه۔
دغه مهال له پيښور څخه په ګڼ شمېر د پښتو ژبې اديبانو هم ګډون کړی او د پيښور پوهنتون د پښتو اکاډمۍ پخوانی مشر ښاغلی ډاکټر نصرالله جان وزير په دغه پرانېسته کې د مشر مېلمه په توګه ګډون کړی و.
د څانګې پرانېسته پر وخت د پښتو ژبې اديبانو وينا وه، چې پښتو ژبې څانګه پرانېستل يو لوی ګام دی ځکه چې له کلونو پس دغه څانګه په ياد پوهنتون کې پرانېستل شوه له دې وړاندې د پښتو ادبياتو څانګه نه وه اوس به زدکوونکي وکولای شي چې په ياد پوهنتون کې خپلې زدکړې د پښتو په ادبياتو کې ترسره کړي.
دغه راز د پوهنتون رييس ډاکټر ظفر الياس وينا وه، دغه د ده يو ارمان و چې بلاخره پورا شو او د دغې څانګې لپاره د نصاب چمتو کولو چارې به هم ژر سر ته ورسېږي.
د پښتو ادبياتو څانګې پرانېستې ته د کوهاټ اديبانو او شاعرانو هم خوښي څرګنده کړې په اړه يې د پښتو ژبې استا ډاکټر شاکر اورکزي ويلي، دا يو لوی ګام و چې د پوهنتون رييس په زيار پورته شو او خوښ دی چې اوس به ډېر ځوانان او نجونې په کوهاټ پوهنتون کې د خپلې مورنې ژبې زدکړې ترلاسه کړي او ژبې له لارې به د خپلې ټولنې خدمت وکړي.
What's Your Reaction?
Like
1
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0