بلوچستان کښې نهه مزدوران اغوا کړے شول
کوئټه ( وحدت خبر) بلوچستان کښې نهه مزدوران اغوا کړے شوي دي، دميډيا رپورټ ترمخه دبلوچستان په ضلع خضدار اؤ بارکهان کښې دتير يو شواروز په دوران دوه مختلفو پېښو کښې ه تعميراتي منصوبو کار کووونکي نهه مزدوران نامعلومو وسله والو اغوا کړيدي. دپوليسو ترمخه تيرماښام دخضدار نه تقريباً پنځوس کلو ميټره لرې دموله علاقه کښې په زيرتعمير واټر چينل منصوبه دکارکوونکې يو نجي تعميراتي کمپنۍ په کيمپ په موټرسائيکل سورو وسله والو حمله کړې ده.حمله کوونکو کيمپ کښې موجود دسور رنګ ډبل کيبن ګاډي کښې شپږ مزدوران په زوره کښينولي اؤ نامعلوم مقام ته ئې بوتللي دي.اغوا شوو کښې پراجيکټ منيجر ګل شير، غلام سرور، عبدالمالک بګټي، مولانا بخش، محمد عرفان اؤ اختيار شامل دي، دپوليسو ترمخه ددوه مزدورانو تعلق سندهـ اؤ دنورو تعلق دضلع خضدار سره دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0