پاکستان او هند جنګ بندي اعلان کړه، ټرمپ، اسحاق ډار

پېښور: دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ اؤ نائب وزيراعظم اؤ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې پاکستان او هند په سمدستي توګه په جنګ بندۍ اتفاق کړے دے.
د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ خپل ټويټ کښې نائب وزيراعظم ووئيل پاکستان تل په منطقه کښې امن او سلامتۍ لپاره کوششونه کړي دي۔
دۀ ووئيل چې پاکستان د امن په هڅو کښې پخپلې خپلواکۍ او سيمه ايزې سلامتۍ کله هم سودا نه ده کړې.
په عين حال کښې امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ په ايکس خپل يو پوسټ کښې وئيلي دي چې د امريکې په ثالثۍ کښې اوږدو مذاکراتو نه پس ما ته په دې اعلان کولو خوشحالي محسوسيږي چې هندوستان او پاکستان په مکمل او فوري جنګ بندۍ اتفاق کړے دے۔
امريکائي صدر ووئيل د پوهې او زيات ذهانت په څرګندونه دواړو هيوادونو له مبارکي ورکوم او دې معاملې ته په پام ګرځولو مننه کوم۔
له دې وړاندې نن دورځې پاک پوځ اعلان کړے چې د هند د حملو په ځواب کښې يې دبنيان المرصوص يا داوسپنې ديوال په نوم عمليات پيل کړي او په هند کښې ځيني پوځي اهداف په نخښه کړي چې د پټانکوټ او اودامپور اډې هم پهکې شاملې دي.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړيکو دفتر (ائياېسپيار) ترمخه د هند د اېس- 400 دفاعي سيسټم يې تباه کړے دے.
دريډيو پاکستان د رپورټ ترمخه د پاکستان فوځ د هند پر وړاندې د «بنيانالمرصوص» په نوم پوځي ځوابي اقدامات پيل کړي دي.
دغه شان ، د ائيايسپيار مشر ليفټننټ جنرل احمدشريف چوهدري وئيلي چې هند يو ځل بيا د جنګي الوتکو له لارې دپاکستان په نورخان، شورکوټ، او مريد پوځي اډو د توغنديو د حملو هڅه کړې ده.
دميډيا رپورټ ترمخه د هند تر ادارې لاندې د کشمير د سرينګر هوايي ډګر ته څېرمه د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
هندي ميډيا ويلي، د پاکستان بريدونو کښې په کشمير کښې د پوليسو يو اعلى چارواکي وژل شوے او نوره مرګژوبله هم اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.
دسرکاري ټي وي، پي ټي وي نيوز ترمخه پاکستان هند ته خلۀ ماتے جواب ورکړے اؤ دهند ګڼ پوسټونه ئې تباه کړيدي، پاک فوج په کنټرول لائن ربتانوالي پوسټ، ډنه پوسټ، خواجه بهيک کمپليکس او رنګ کنټوئر چې سنکهـ ته مخامخ دے، تباه کړي دي.
دپي ټي وي ترمخه بهارتي مقبوضه کشمير نوشهره کښې پاکستان کښې ددهشت ګردۍ کوونکے بهارتي ملټري انټلي جنس تربيتي مرکز تباه کړے شوے دے.
دپي وي ترمخه دبهارت اکهنور ايوي ايشن بيس هم تباه کړے شوے دے اؤ ورسره بهارتي اړي فيلډ سپلائي ډپو هم ړنګ کړے شوے دے. دهند بهټنډه ائيرفيلډ تباه کړے شوے دے.
ددې نه علاوه دهندي وزيراعظم نريندر مودي ښار ګجرات کښې دپاکستاني ډرونز پروازونه جاري دي اؤ دهند سرسه ائيرفيلډ هم تباه کړے شوے دے.
راجوړي نه په پاکستان کښې ددهشت ګردۍ کوونکے بهارتي ملټري انټلي جنس تربيتي مرکز هم تباه کړے شوے دے.
پاکستان ائيرفورس دجے ايف ١٧ تهنډر هائپرسونک ميزائيلونو دلارې په ادم پور کښې دهند ايس-٤٠٠ سيسټم تباه کړے دے، دهند سورتهـ ګړهـ ائيرفيلډ هم تباه کړے شوے دے.
خواوشا درې اونۍ وړاندې مقبوضه کشمير کښې وسلهوالو د ګرځندويانو په يوه مشهور ځائے پهلګام کژې پـ سيلانيانو حمله کړې وه چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکښې ووژل او ۱۷ نور ټپيان شول.
هند دغه حمله کښې پاکستان ککړ بللے خو اسلام اباد دهند نه په دې اړه ثبوت غوښتے اؤ ورته ئې ددې حملې په تحقيقاتو کښې دمرستې تجويز هم ورکړے ؤ کوم چې هند نۀ دے منلے اؤ ددې په ځائے ئې
د تېرې اونۍ د چهارشنبې په شپه هند پر پاکستان بريدونه وکړل چې پکښې دائي ايس پي ار ترمخه ٣١ اولسي وګړي شهيدان او ٥٧ نور ژوبل شوي وو.
What's Your Reaction?






