دوزيراعظم شهبازشريف دائي ايس ائي دهيډکوارټرز دوره، دعسکري او حکومتي قيادت دملکي دفاع عزم

May 6, 2025 - 22:55
 0  2
دوزيراعظم شهبازشريف دائي ايس ائي دهيډکوارټرز دوره، دعسکري او حکومتي قيادت دملکي دفاع عزم
Photo Source/Radio Pakistan

 اسلام اباد: د  پاکستان عسکري او سياسي قيادت د ملک  دفاع لپاره د ډاګيز عزم پخلي کولو سره په ډاګه کړې  ده چې د قام په ملاتړ د پاکستان وسله وال ځواکونه د قامي طاقت د ټولو نورو عناصرو او رياستي ادارو په مرسته د پاکستان سلامتيا او د عزت تحفظ له په هر حال کښې دفاع  لپاره په مکمله توګه تيار ولاړ دي

 دسرکاري خبري ادارې اے پي پي  خبر ترمخه د وزيراعظم   ددفتر   دمطبوعاتي څانګې نه جاري شوي  بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د نهې په ورځ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د دفاع وزير خواجه آصف او د وسله والو ځواکونو مشرانو سره د انټر سروسز انټيلي جنس هيډکوارټرز دوره وکړه۔

  دائي ايس ائي دهيډکوارټرز ددورې په  وخت  وزيراعظم شهبازشريف   ته د پاکستان په ختيزه پوله د هند زياتې شوي جارحانه او اشتعال انګيزه رويې په تناظر کښې د رواياتي خطرو مخ نيوي له د چمتوالي نيولو او د سلامتيا په موجوده صورتحال بريفنګ ورکړے شو۔

 دبيان ترمخه قيادت د سيمه ايزې سلامتيا په اړه د پېشرفت او د پېښو خطرو څخه خبر کړے شو چې پکښې روايتي پوځي عمليات٬ هائبرډ وار فيئر او د حکمت عملۍ او ترهه ګرۍ پراکسيز شامل دي۔وزيراعظم او د هغه سره موجود شخصيات د پاکستان د خپلواکۍ او سيمه ايزې سلامتيا د خلاف ورزۍ مخ نيوي او د پرېکنده ځواب ورکولو لپاره د قامي نګراني زياتولو او د تعطل نه غېر د انټر ايجنسي مرستې او آپرېشنل تيارو قوي کولو په  ضرورت  زور راوړو۔

وزيراعظم شهباز شريف د ائي ايس ائي پيشه واره پوهه او تزويراتي بصيرت ستائېلو سره د قامي ګټې تحفظ او پېچلو او بدلو شوو حالاتو کښې د قامي سلامتيا په اړه پريکړه کولو کښې مهم کردار وستائېلو۔

وزيراعظم ووئيل ټول قام د وسله والو ځواکونو سره ولاړ دے٬پاک پوځ د نړۍ تر ټولو زيات پيشه ور او نظم و ضبط لرونکې پوځ کښې شميرلے کېږي۔

قيادت د روايتي يا نورو ټولو خطرو په ضد د هېواد دفاع لپاره د پاکستان د ښکاره عزم پخلي سره ووئيل د قام په بشپړ ملاتړ سره د پاکستان وسله وال ځواکونه د قامي طاقت د ټولو عناصرو او رياستي ادارو په مرسته په هر حال کښې د پاکستان سلامتيا او عزت برقرار ساتلو له په مکمل توګه تيار  ولاړ دي۔

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي