کوهاټ کښې دسکرو ددرنګ راپريوتو له امله مزدور مړ

Jun 28, 2025 - 23:07
 0  3
کوهاټ کښې دسکرو  ددرنګ راپريوتو له امله مزدور مړ

کوهاټ ( نعمت الله خان ) د کوهاټ  ضلعې اړوند سيمه  دره ادمخېلو  کښې د سکرو د يو درنګ راپرېوتو  پېښه کښې يو کان کېدونکے مړ شوے.

پېښه د يادې سيمې په اخوروال نومې کلي کښې هغه مهال رامنځته شوې چې کله کان کېدونکي پۀ کار بوخت وو چې کان پر را نړېدلے دے او خپل ژوند ئې پکې له لاسه ورکړے.

د مړه شوي کان کېدونکي نوم محمد خان و چې د خېبر پښتونخوا بره دير سيمې اوسېدونکے و.

د وژل شوي مزدور جسد له کان څخه رایستل شوی او خپلې پلرنۍ سيمې ته وړل شوے.

 په دره  ادخيلو کښې يو شمېر د سکرو کانونه شتون لري چې پکښې داسې ډول مرګونې پېښې رامنځته کېدو لامل د کان کېندونکو لخوا په حفاظتي تدابيرو عمل نۀ کول   ښودل کېږي د دغې بې غورۍ  له کبله په  کانونو کښې ډېرو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړے دے .

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي