دايران په اسرائيلو د١٠٠ؤ نه زيات سپر سونک بيلسټک ميزائيلونو سره حمله،14 اسرائيليان هلاک،200ونه زيات ژوبل،128 ايرانيان هم شهيدان،900 ژوبل
ايران په اسرائيلو د١٠٠ؤ نه زيات سپر سونک بيلسټک ميزائيلونو سره حمله کړې ده چې پکښې ١٤ اسرائيليان هلاک اؤ د٢٠٠و نه زيات ژوبل شويدي، اسرائيلي حملو کښې تراوسه په مجموعي توګه ١٢٨ ايرانيان شهيدان اؤ د٩٠٠و نه زيات ژوبل شويدي، دغه خبره دايراني ميډيا لخوا شوې ده،
داسرائيلو وزيراعظم نيتن ياهو وئيلي ايران ته به دعامو اسرائيليانو دهلاکت ډير لوئې قيمت ادا کول وي. بيت يام کښې داستوګنې دعمارت دايران دميزائيل په سبب دتباه کيدو نه پس دتباه شوي ځائے ددورې په موقعه دۀ دا دعامو وګړو، زنانه ؤ اؤ ماشومانو ارادي قتل ګرځولے دے. دۀ ووئيل ايران داسرائيلو دبقاء لپاره خطره ده.
اخوا دقطري خبري رسنۍ الجزيره درپورټ ترمخه دايران دسرحدي ځواک کمانډر احمد علي ګوداري وئيلي دوي ٤٤ اسرائيلي ډرونز اؤ کواډ کواپټرز رانسکور کړيدي، هغه وئيلي دي چې دغه ٤٤ ډرونز اؤ کواډ کواپټرز ئې دملک فضائي حدودو ته دداخليدو نه منعې کړيدي، دغه خبره ارنا خبري ادارې رپورټ کړې ده
. اخوا دايران دسرکاري ټي وي ترمخه دارالحکومت تهران پشمول دايران مختلفو علاقو کښې داسرائيلو حملې روانې دي، په عين حال کښې داسرائيلي فوج ترجمان ايفي ډيفري وئيلي دي چې اسرائيلي فضائيې خپلې حملې ديوې لحظې لپاره هم نۀ دي ودرولي،
دۀ په دې خبره زور راوړے دے چې دا وخت هم مونږ دتهران په لسګونو مقامات په نخښه کوو، داسرائيلي فوج ترجمان داسرائيلي حملو په اړه وئيلي زمونږ په وړاندې سختې ورځې دي، مونږ به راتلونکو ورځو کښې نورې اپريشنې اؤ نورې حملې ګورو. اسرائيلي فوج وئيلي دي چې ددوي لسګونو جنګي طيارو ټوله شپه اؤ دايران سره دجنګ په دريمه ورځ په تهران کښې کم از کم په ٨٠ اهدافو حملې کړيدي، په دې کښې دايران ددفاع دوزارت هيډکوارټرز، دفوج ريسرچ اينډ ډويلپمنټ يونټ اؤ نور اهداف ، چرته چې ايراني حکومت خپله جوهري ذخيره پټه کړې، شامل دي
.بلخوا دايراني خبري ادارې تسنيم ترمخه ايراني پوليسو داسرائيلو دخفيه ايجنسۍ موساد سره دمرستې په شک کښې دوه کسان نيولي دي دايراني مډيا ترمخه دميزائيلونو دحملو نه پس په تل ابيب اؤ بيت المقدس کښې دسائرن غږونه اوريدل کيږي دکوم په وجه چې په خلقو کښې سخته ويره ترهه خوره شوې ده.
تل ابيب کښې دچاؤدنو نه پس لوګي پورته شويدي، ميزائيلي حملو کښې داسرائيلو جوهري تنصيبات ډيمونا هم په نخښه کړے شوي، مقبوضه ښار حيفه، تل ابيب اؤ بيت المقدس کښې ويره ترهه خوره شوې ده، په حمله کښې داسرائيلو ګڼ منزله عمارتونه راپريوتي اؤ تباه شويدي.
بل اړخ ته اسرائيلو دايراني حملې تصديق کړے اؤ وئيلي ئې دي چې داسرائيلو په شمالي برخه کښې دايران جنګي طيارې ليدل شويدي.
دغيرملکي ميډيا ترمخه داسرائيلي حکومت يو سينئر عهديدار وئيلي دي چې دايران داعلي قيادت دپه نخښه کولو ټول آپشنز زيرغور دي. دميډيا رپورټونو ترمخه ايران په اسرائيلو دنوو ميزائيلونو باران کړے دے اؤ دايران دسرکاري ټي وي ترمخه دسلو نه زيات سپر سونک بيلسټک ميزائيلونه داسرائيلو په لوري داغل شويدي
دايران تازه حملو کښې داسرائيلو مقبوضه ښار حيفه کښې دچاؤدنو غږونه اوريدل شويدي. داسرائيلي ميډيا وينا ده تازه حمله کښې ديوې زنانه پشمول درې صيهونيان هلاک شويدي، په مجموعي توګه په اسرائيلو کښې دوژل شوو کسانو شمير ١٤و ته رسيدلے دے اؤ ٢٠٠ نه زيات کسان ژوبل شويدي، داسرائيلي ميډيا وينا ده چې دايراني حملو نه پس ٣٥ اولسي وګړي بې درکه دي.
دايراني ميډيا دعوه ده چې په حيفه کښې داسرائيلو يو لوئې ائيل ډپو په دې حمله کښې تباه شوے دے. ايراني ميډيا دسيکورټي ذريعو په حواله ،ئيلي دي چې په اسرائيلو عماد، غدر اؤ خېبر شکن ميزائيلونه داغل شويدي.
ددې په جواب کښې اسرائيلي فضائيې په تهران کښې ګڼ فوجي اهداف په نخښه کړيدي، اسرائيلي ډيفنس فورسز وئيلي دي چې دوي دايران له لوري دداغل شو ميزائيلونو درک لګولے اؤ اولسي وګړو ته ئې په فوري توګه محفوظو مقاماتو ته دتللو هدايت کړے دے.
بلخوا اسرائيلو په تهران کښې ددفاع وزارت اؤ تحقيقي ادارې دپه نخښه کولو دعوه کړې ده. په عين حال کښې جرمني، فرانس اؤ برطانيې ايران ته ته دمذاکراتو پيشکش کړے دے.
دجرمني خارجه وزير يوهان واډيفول، چې دا وخت دمينځني ختيز په دوره دے، جرمن نشرياتي ادارې اے ار ډي سره مرکه کښې وئيلي مونږ اميد کوو چې اوس هم دتاؤتريخوالي دراکميدو موقعه شته، جرمني، فرانس اؤ برطانيه دايران سره په فوري توګه دجوهري پروګرام په اړه مذاکراتو لپاره تيار دي
.بلخوا اسرائيلو دحوثې ملثشې دملټري چيف دشهيدولو دعوه کړې ده. اسرائيلي چارواکو وئيلي دوي په يمن کښې ديوې فضائي حملې په دوران دحوثي مليشې ملټري چيف محمد الغماري په نخښه کړے دے اؤ دهغه دشهيد کولو دعوه ئې کړې ده.
اسرائيلي فوج په يو تازه بيان کښې دعوه کړې ده چې دوي په ايران دجاري حملو په دوران دپاسداران انقلاب پشمول دايراني فوج د٢٠و نه زيات اعلي فوجي کمانډران په نخښه کړيدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0