دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته د٢١ کهربو او ١٩و اربو روپو بجټ پيش، دسرکاري ملازمانو تنخا کښې ١٠ او پنشن کښې ٧ فيصده اضافه

پېښور( وحدت خبر) د مالي کال 2025-26 لپاره د خېبر پښتونخوا 21 کهربو اؤ 19 اربو روپو بجټ د جمعې په ورځ صوبائي اسمبلۍ ته وړاندې کړے شوے دے
بجټ د خزاني صوبائي وزير افتاب عالم خان لخوا صوبائي اسمبلۍ ته په وړاندې کړے شوي دې بجټ کښې د لګښتونو اندازه 1962 اربه روپۍ لګول شوې ده.
د بجټ دستاويز ترمخه د صوبائي سرکاري ملازمينو تنخاګانو کښې 10 او پنشن کښې 7 فيصده اضافه شوې ده.
بجټ کښې وفاق نه ترلاسه کيدونکي امدن 1506.929 اربه روپۍ’ د صوبې خپل محصولات 129 اربه روپۍ’ د ضم شوو ضلعو په مد کښې د محصولاتو اندازه 292.340 اربه روپۍ’ په بهرنۍ مرسته د چليدونکو منصوبو محصولاتو اندازه 177.188 اربه روپۍ٬ د وفاقي حکومت په مرسته د روانو منصوبو په اړه د محصولات اندازه 3.293 اربه روپۍ او د نور محصولاتو اندازه 10.250 اربه روپۍ لګول شوې ده.
د ٬ بجټ دستاويز کښې وئيل شويدي چې راروان مالي کال لپاره صوبائي حکومت د ملازمينو تنخاګانو لپاره 56.842 اربه روپۍ بېلې کړي دي ٬ د صوبې د بېلو تحصيلونو سرکاري ملازمينو لپاره 46.865 اربه روپۍ بېلي شوېدي دغسې پنشن لپاره 4.670 اربه روپۍ بېلي کړے شوي.
په مجموعي توګه د بندوبستي ضلعو خرڅونو لپاره 1255 اربه روپۍ دغسې ضم شوي ضلعو خرڅونو لپاره 160 اربه روپۍ بېلي کړے شوي دي.
د نوي مالي کال په بجټ کښې د حکومت د اعلان ترمخه ټوله صوبه کښې کم نه کم مياشتنے اجرت 36 زره نه زياتولو سره 40 زره روپۍ ته غزول شوے دے
د خزاني صوبائي وزير افتاب عالم خان بجټ تقرير کښې وئيلي چې د روان مالي کال په مهال صوبائي حکومت واجب الادا قرضو کښې په مجموعي توګه 49 اربه روپۍ ادائيګي کړې ، واجب الادا قرضو کښې 18 اربه روپۍ مارک اپ شامل دے
What's Your Reaction?






