ايران، دداعش نهه جنګيالي تيزندي کړے شول

Jun 11, 2025 - 02:35
 0  0
ايران، دداعش نهه  جنګيالي تيزندي کړے شول

په ايران کښې  په عامو خلقو ددهشت ګردۍ دحملې منصوبه  بندي کوونکي دداعش نهه جنګيالي تيزندي کړے شويدي.

 دايراني عدالت ويب سائټ باندې جاري کړے شوو تفصيلاتوترمخه  مجرمان دعدالتي کارروايۍ، مکملو تحقيقاتو اؤ سپريم کورټ دمنظورۍ نه پس  تيزندي کړے شويدي.

 دغه  مجرمان داپاسداران انقلاب  دنجف بيس محافظانو په ٢٧مه جنورۍ ٢٠١٨م کښې دايران په مغربي علاقه کښې دمقابلې نه پس نيولي وو. ددې کارروايۍ په دوران ګڼو جنګياليو ځانونه الوزولي وو، درې اهلکار هم وژل شوي وو،

 نهه جنګيالي ددرنو وسلو سره نيول شوي وو.   ددې کسانو  مقدمه دتهران عوامي اؤ انقلابي عدالت ته ليږل شوې وه چرته چې په ملزمانو دوسله وال بغاوت دلارې رياست سره جنګ اؤ غيرقانوني وسلې ساتلو الزامونه لګول شوي وو.

 دايران سپريم کورټ دسزا دتوثيق نه پس ددې دهشت ګردو دپهانسي کولو حکم ورکړے ؤ په کوم چې عمل درامد شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي